پکتیا : د افغانستان د سرحدونو، قامونو او قبايلو چارو وزارت يو پلاوي ،د اګست په ۲۵مه، پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت مرکز اړوند باغکي په سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې يو کلنه دښمني، چې په پايله کې يې يو کس وژل شوی او ګڼې ستونزې يې راولاړې کړې وې حل او فصل کړه.

 

په دغه پلاوي کې چې د وزارت د دعوت او ارشاد ریيس الحاج مفتي شفيع الله ثاقب يې مشري کوله د وزارت د شخړو د حل کمېټۍ په ګډون د ولايتي اداري مسؤلينو، د پکتيا ولايت د سرحدونو، قامونو او قبايلو چارو رياست استازو، ديني عالمانو او قامي مشرانو په ملتیا یې له طرفینو سره څو ځله ناستې ولاړې وکړې.

 

یاد هییت او سپین ږیرو د ناستو په ترڅ کې موضوع په هر اړخېز ډول وڅېړله او د طرفينو د رضايت په ترلاسه کولو سره يې د یوې غونډې په ترڅ کې د منصفانه او شرعي فيصلې په پایله یاده شخړه له منځه یوړه او يو بل سره خوشاله شول، چې په همدې سره يې ياده دښمني په دوستي بدله شوه.