کراچۍ : په سند صوبه کې د ۲۰۲۶م کال دویمه صوبايي د برېښنايي لوبو سیالي پېل شوې ده چې له ټولې صوبې څخه پکې له زرو زیات ټیمونه برخه اخلي.

 

د سیالیو رسمي پرانیسته ،د اګست پر ۲۴مه، په کراچۍ کې شوې ده. د سند حکومت وايي، چې د دې سیالیو موخه دا ده چې ځوانانو ته د نوې ټکنالوجۍ او برېښنايي لوبو په میدان کې د خپلو وړتیاوو د ښودلو او مسلکي پرمختګ موقعې برابرې شي. د سیالیو لپاره په مجموعي توګه ۳۰ لکه روپۍ انعامي رقم ټاکل شوی دی.

 

په دې سیالیو کې د «پب جي موبایل»، «ټېکن اېټ» او «اېف سي ۲۷» لوبې شاملې دي او لوبغاړي به په بېلابېلو پړاوونو کې یو د بل پر ضد سیالۍ کوي. د منتظمینو په وینا، د غوراوي لومړنۍ سیالۍ به د کراچۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې کېږي. له دغو پړاوونو څخه بریالي کېدونکي لوبغاړي او ټیمونه به نیمه پایلوبو ته وځي.

 

نیمه پایلوبې به د کراچۍ په لویو سوداګریزو مرکزونو کې ترسره شي، خو لویه پایلوبه به د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د کراچۍ په ایکسپو مرکز کي کېږي. همداراز به په وروستي پړاو کې بریالیو ټیمونو او لوبغاړو ته انعامونه ورکول کېږي.

 

د سند حکومت وايي، چې د دې سیالیو هدف یوازې تفریح نه ده، بلکې غواړي ځوانانو ته د برېښنايي لوبو په چټکۍ پراخېدونکي میدان کې د سیالۍ، روزنې او مسلکي پرمختګ لپاره یو منظم پلیټ فارم برابر کړي.