مزارشریف : د افغانستان په مزارشریف کې د حضرت علي (رض) په نوم د منسوبې تاریخي روضې مبارکې د بیارغونې پروژه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پېل شوې ده.

 

د افغانستان دولتي باختر خبري اژانس ،د اګست په ۲۵مه، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس مولوي محمدالله ضرار له قوله ویلي دي، چې دا پروژه د کورنیو چارو وزیر سراج‌ الدین حقاني په لارښوونه، د بلخ د والي محمد یوسف وفا په پاملرنه او د برکتزي ګروپ د مشر مبارز برکتزي په مالي لګښت پلې کېږي.

 

د چارواکو په وینا، د روضې د بیارغونې په پروژه کې د ودانۍ اړوندې بېلابېلې برخې شاملې دي او چارې به په اساسي او معیاري ډول د مسلکي کارکوونکو له خوا ترسره کېږي.

 

د برکتزي ګروپ استازي مولوي محمد عابد ویلي دي، چې د پروژې ټول لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ دی او هڅه به وشي چې کارونه د ټاکل شوو معیارونو له مخې بشپړ شي.

 

د بلخ د والي مرستیال مولوي نورالهادي ابوادریس روضه مبارکه د دې ولایت له مهمو تاریخي، مذهبي او کلتوري ځایونو څخه بللې او د هغې بیارغونه یې د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

 

باختر خبري اژانس وايي، چې څه موده وړاندې د یوې زلزلې له امله د روضې ځینې برخې زیانمنې شوې وې او د روانې پروژې په ترڅ کې به دغه زیانمنې برخې هم ورغول شي.

 

روضه مبارکه د مزارشریف د ښار له تر ټولو پېژندل شوو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه ده. دا زیارت د حضرت علي (رض) په نوم منسوب دی او د خپلو شنو او فیروزه‌ يي کاشیو، ګنبدونو او ځانګړې اسلامي معمارۍ له امله د بلخ یوه مهمه تاریخي نښه ګڼل کېږي.

 

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همداراز ویلي دي، چې په ولایت کې د مولانا جلال‌ الدین محمد بلخي د پلار د مدرسې او کور او د خواجه پارسا جومات د بیارغونې چارې هم روانې دي.

 

چارواکي وايي، چې د روضې د بیارغونې له بشپړېدو سره به د دې تاریخي او مذهبي ځای د ودانۍ د ساتنې ترڅنګ د هغې کلتوري او معماري ارزښت هم خوندي شي.