اورکزي : په اورکزو ضلعه کې د پولیسو د کار وړتیا لوړولو، د اهلکارو د اسانتیاوو ښه کولو او د جدید پولیسنګ د نظام د پیاوړي کولو لپاره د کمانډ او کنټرول یو مرکز او اته نوې ډیزاین شوې چیک پوسټې جوړې شوې دي.
د پولیسو چارواکو ،د اګست په ۲۵مه، ویلي دي چې د فاټا له انضمام وروسته په قبایلي ضلعو کې د پولیسنګ د نظام د مضبوطولو، د پولیسو د بنیادی ډانچې د بحالۍ او د جدیدو امنیتي اړتیاوو سره د برابرولو لړۍ روانه ده.
د اورکزو په نوو جوړو شوو مرکزونو کې د پولیس اهلکارو لپاره د کار ښه ماحول، د څارنې جدید نظام او د بېړنیو پېښو پر مهال د زر ځواب ورکولو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ریجنل پولیس چیف عرفان طارق ویلي دي، چې د وسله والو پر ضد د پولیسو د عملیاتي وړتیا د زیاتولو لپاره اهلکارو ته د جدیدو وسلو د استعمال او نورو مسلکي مهارتونو ځانګړې تربیه هم ورکړل شوې ده. د دې تربیې پر مهال د درنو وسلو د استعمال عملي مظاهره هم شوې ده.
عرفان طارق وايي، چې په قبایلي ضلعو کې پولیسو ته د بهتره اسانتیاوو، جدیدو وسلو، مسلکي تربیې او نوې امنیتي ډانچې ورکول به د پولیسو د کار وړتیا زیاته کړي او د ولس د تحفظ او اغېزمن پولیسنګ په مضبوطولو کې به مرسته وکړي.


شال نیوز