پېښور : د خیبر پښتونخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ په صوبايي مرکزي دفتر پېښور کې ،د اګست په ۲۵مه، د ادارې د ۲۷ افسرانو او اهلکارو د ترقۍ په مناسبت یوه دستوره شوې ده.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د بیان له مخې، د ریلیف، بحالۍ او ابادکارۍ محکمې سېکرټري سهیل خان او اېډیشنل سېکرټري ضیاءالرحمن په دستوره کې ځانګړې برخه اخیستې وه. د ریسکیو ۱۱۲۲ یوې ډلې مېلمنو ته ګارډ اف انر هم وړاندې کړ.
د محکمې د ترقۍ کمېټۍ د پرېکړې له مخې، په بېلابېلو څانګو کې ۲۷ افسرانو او اهلکارو ته په باقاعده توګه ترقي ورکړل شوې ده.
په ترقي موندونکو کې یو پروکیورمنټ افسر د ډپټي ډایرکټر پروکیورمنټ، بي پي اېس-۱۸، اووه ایمرجنسي افسران د ضلعي ایمرجنسي افسرانو، بي پي اېس-۱۸ او ۱۹ سټېشن هاوس انچارجان د ایمرجنسي افسرانو، بي پي اېس-۱۷ په عهدو ترقي شوي دي.
د ریلیف محکمې سېکرټري سهیل خان او د ریسکیو ۱۱۲۲ ډایرکټر جنرل شاه فهد ترقي موندونکو افسرانو او اهلکارو ته د نویو عهدو رېنک بېجونه ولګول. سهیل خان ویلي دي، چې د ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکار په سختو حالاتو کې د خلکو خدمت کوي او حکومت به د دوي د مسلکي پرمختګ او ښېګڼې لپاره نور ګامونه هم پورته کوي.
هغه افسرانو او اهلکارو ته ویلي دي چې د خپلو مسلکي وړتیاوو د زیاتولو لپاره لوړې زده کړې، روزنیز کورسونه او مسلکي سرټیفکېټونه ترلاسه کړي. د هغه په وینا، پر داسې یوه تګلاره هم کار کېږي چې اضافي زده کړې او مسلکي مهارتونه لرونکو اهلکارو ته د فاسټ ټرېک ترقۍ زمینه برابره شي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ډایرکټر جنرل شاه فهد ویلي دي، چې په اداره کې د بهرتۍ او ترقي عمل د میرټ او شفافیت پر بنیاد ترسره کېږي. هغه ویلي دي، چې ترقي موندونکي افسران او اهلکار باید خپلې نوې ذمه وارۍ په لا زیات مسلکي انداز ترسره کړي او ادارې به د اهلکارو د فلاح، مسلکي پرمختګ او د هغوي د جائز مسئلو د حل لپاره اقدامات جاري ساتي.


شال نیوز