کرمه : پولیس سرچینې وايي، چې د منځنۍ کرمې د درګۍ سیمې په عمر اباد کلي کې د پوځ پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې یو کپتان او یو نایک ژوبل شوي دي.
د سرچینو په وینا، برید ،د اګست په ۲۵مه، د ۱۱۷ بریګېډ تر قوماندې لاندې د ۱۶ بلوچ رجمنټ پر بلاک پارټۍ شوی دی، چې وسله والو د سنایپر په ډزو کي کپتان عبدالرحمن او نایک شعیب په نښه کړي دي.
پولیس وايي، له برید وروسته امنیتي ځواکونو ځوابي ډزې کړې او په سیمه کې یې د وسله والو پر ضد عملیات پېل کړي دي، چې لا هم روان دي. تر اوسه د بریدګرو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز