کابل : د افغانستان د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ نهم پړاو به ،د اګست پر ۲۹مه، په خوست او ننګرهار کې پېل شي او د اکتوبر تر اتمې به دوام وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې په دغو سیالیو کې به څلور لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون وکړي. په ۴۱ ورځو کې به ۱۳ لوبې ترسره شي او هره لوبډله به له نورو لوبډلو سره دوه ـ دوه ځله مخامخ کېږي.
د ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د اګست پر ۲۹مه د دفاعي اتلې میوند اتلان او ماهیپر ستوري ترمنځ د خوست په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې وشي. د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي، چې د اکتوبر پر څلورمه به پېل شي. کرکټ بورډ وايي، چې په ټورنمنټ کې به د ملي کچې لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ مخکښ ځوان استعدادونه هم برخه واخلي.
احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان د اوږدې بڼې کورني کرکټ تر ټولو مهمو ټورنمنټونو څخه شمېرل کېږي او د ټېسټ کرکټ لپاره د نویو لوبغاړو د روزنې او پېژندنې مهمه وسیله ده.


شال نیوز