پېښور / اسلاماباد : نن، د اګست ۲۵مه، د اردو ژبې د نومیالي شاعر ،احمد فراز، د مړینې ۱۸مه کلیزه ده. فراز د ۲۰۰۸م کال د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې مړ شو او همالته خاورو ته وسپارل شو. د هغه اصلي نوم سید احمد شاه و او «فراز» یې ادبي نوم و.
احمد فراز د اردو د معاصرې شاعرۍ له هغو نومیالیو شاعرانو څخه ګڼل کېږي چې مینه، بېلتون، رومان، ټولنیزه ناخوښي او د واک پر ضد احتجاج یې په ساده، روانه او اغېزناکه ژبه بیان کړل. د همدې ځانګړي انداز له امله د هغه شاعري له کتابونو او ادبي مجلسونو واوښته او د راډیو، ټلوېزیون، مشاعرو او موسیقۍ له لارې تر پراخو اورېدونکو ورسېده.

فراز د اسلامیه کالج کوهاټ، اېډورډز کالج پېښور او پېښور پوهنتون زده کوونکی پاتې شوی و. په پېښور پوهنتون کې یې د اردو او فارسي ادب لوړې زده کړې وکړې. د هغه مسلکي ژوند له راډیو پاکستان سره پېل شو او وروسته یې د ښوونې او ادبي ادارو په بېلابېلو دندو کې کار وکړ.
هغه د پېښور له ادبي چاپېریال سره ژوره اړیکه لرله او وروسته یې د پاکستان په مهمو فرهنګي او ادبي ادارو کې لوړې دندې هم ترسره کړې. د پاکستان اکاډمۍ اف لېټرز، لوک ورثه او نیشنل بک فاونډېشن له هغو ادارو څخه دي چې فراز پکې د مشرتابه پر دندو پاتې شوی و.

فراز له ځوانۍ څخه شعر لیکه. د هغه له مشهورو شعري ټولګو څخه «تنها تنها»، «درد آشوب»، «شب خون»، «جانان جانان»، «میرے خواب ریزہ ریزہ»، «بے آواز ګلی کوچوں میں»، «نابینا شہر میں آئینه»، «پس انداز موسم» او «خواب ګل پریشان ہے» یادېږي. د هغه شاعري وروسته د «شہر سخن آراسته ہے» تر نوم لاندې هم راټوله شوه.
که څه هم فراز تر ډېره د عاشقانه غزلونو له امله پېژندل کېږي، خو د هغه د شاعرۍ یوه مهمه برخه سیاسي او احتجاجي رنګ هم لري. هغه د پوځي واکمنۍ پر مهال د حکومت او سیاسي فشار پر ضد شعرونه وویل، ونیول شو او وروسته څو کاله له پاکستانه بهر په جلاوطنۍ کې پاتې شو. د همدې احتجاجي شاعرۍ له امله د هغه نوم د فیض احمد فیض له ادبي دود سره هم تړل کېږي.

د فراز ګڼ غزلونه د سویلي اسیا مشهورو سندرغاړو ویلي او د اردو موسیقۍ د تلپاتې برخې په توګه پېژندل کېږي. «رنجش ہی سہی»، «سنا ہے لوګ اسے آنکھ بھر کے دیکھتے ہیں» او «اب کے ہم بچھڑے» د هغه له تر ټولو مشهورو غزلونو څخه دي.
د هغه د شاعرۍ څو مشهورې مصرعې دا دي:
«سنا ہے لوگ اسے آنکھ بھر کے دیکھتے ہیں»
«رنجش ہی سہی دل ہی دکھانے کے لیے آ»
«اب کے ہم بچھڑے تو شاید کبھی خوابوں میں ملیں»
«آنکھ سے دور نہ ہو دل سے اتر جائے گا»

د فراز د شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې هغه پېچلي احساسات په داسې ساده او اغېزناکو الفاظو بیانول چې عام لوستونکی هم ورسره زر اړیکه پیدا کولی شوه. له همدې امله د هغه ګڼ بیتونه او مصرعې تر نن ورځې په مشاعرو، سندرو او ټولنیزو رسنیو کې بیا بیا لوستل او شریکېږي.
احمد فراز د خپل ادبي کار په بدل کې ګڼې جایزې او دولتي اعزازونه ترلاسه کړل. په دغو کې د ادم جي ادبي جایزه، ستاره امتیاز، هلال امتیاز او کمال فن جایزه شامل دي. هغه هلال امتیاز د حکومت پر تګلارو د احتجاج په توګه بېرته ورکړی و، او له مړینې وروسته ورته هلال پاکستان ورکړل شو.
.jpeg)
احمد فراز د ۲۰۰۸م کال د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې ومړ. د هغه له مړینې اتلس کاله وروسته هم عاشقانه او احتجاجي شاعري یې د اردو ادب د مهمې برخې په توګه لوستل او اورېدل کېږي. د هغه غزلونه لا هم په پاکستان، هند او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اردو ژبې د مینه والو تر منځ خپل ځانګړی ځای لري.


شال نیوز