لاهور : د پنجاب د اطلاعاتو او کلتور محکمې د سټېج پر اتو ښځینه هنرمندانو د یوې میاشتې لپاره بندیز لګولی دی او ویلي یې دي چې هغوي په تیاتري نندارو کې د «غیراخلاقي نڅاوو او نامناسبو اشارو» له امله تر څارنې وروسته له سټېج څخه منع شوې دي.
د محکمې د نوټیفیکېشن له مخې، ماهي راجپوت، حنا شیخ، ملایکه شهزادي، مدیحه خان، مهک نور، مانو ملتاني، رایمه مهر او حسنه جټ به تر یوې میاشتې پورې په تیاترونو کې خپل هنري پروګرامونه نه شي وړاندې کولی.
دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې د پنجاب سټېج تیاتر، چې له لسیزو راهیسې د موسیقۍ، طنز، نڅا او ولسي تفریح یوه مهمه برخه بلل کېږي، په وروستیو کلونو کې د هنري ازادۍ، سوداګریزې سیالۍ او د نندارو د منځپانګې پر سر له پرله پسې بحثونو سره مخ دی.
چارواکي وايي، چې هنري ننداره باید د هغو اصولو او چوکاټونو دننه وي چې د تیاترونو لپاره ټاکل شوي دي. د دوي په وینا، که کومه ننداره له دغو حدودو واوړي، اړوندو هنرمندانو او تیاترونو پر ضد انتظامي اقدام کېدی شي.
د سټېج هنر په پنجاب کې ځانګړی دود لري. لاهور، فیصل اباد، ملتان او د صوبې نور لوي ښارونه له ډېرې مودې راهیسې د سټېج ډرامو مهم مرکزونه دي، چې پکې طنز، ژوندۍ موسیقي، نڅا او مکالمه د نندارچیانو د تفریح اساسي برخې جوړوي.
خو د دې هنر بڼه په تېرو کلونو کې بدله شوې او له دې سره د سټېج د نندارو د معیار او حدودو په اړه بحث هم زیات شوی دی. یو شمېر هنري کړۍ ټینګار کوي چې تیاتر باید د تخلیقي اظهار ځای پاتې شي، په داسې حال کې چې حکومتي ادارې وايي د تفریح تر څنګ د عامه نندارو لپاره ټاکل شوي قوانین او ضابطې هم باید مراعات شي.
د پنجاب د اطلاعاتو او کلتور محکمې په تازه اقدام کې د اتو هنرمندانو پر نندارو بندیز د یوې میاشتې لپاره ټاکلی دی. تر دې مودې وروسته به د هغوي د سټېج فعالیت د اړوندو مقرراتو او حکومتي پرېکړو له مخې بیا ارزول کېږي.


شال نیوز