هلمند : د هلمند د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وايي، چې د بست تاریخي کلا د بیارغونې شاوخوا ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی دی او د پاتې برخو د رغولو چارې روانې دي.
د اګست پر ۲۵مه خپرو شوو معلوماتو له مخې، د بیارغونې پر مهال هڅه کېږي چې د کلا پخوانۍ بڼه او اصلي معماري خوندي وساتل شي او زیانمنې شوې برخې یې د تاریخي اثارو د ساتنې له اصولو سره سم ورغول شي.
د بست تاریخي کلا د هلمند د مرکز لښکرګاه په سیمه کې پرته ده او د افغانستان له مشهورو لرغونو اثارو څخه شمېرل کېږي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې د دې تاریخي سیمې د مشهور طاق او څاه د اساسي بیارغونې پروژه هم پرانیستې وه.
.jpeg)
وزارت هغه مهال ویلي وو چې بست په نړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي ځای دی او د هېواد د سیاحت لپاره ځانګړی اهمیت لري. د وزارت په وینا، د دې تاریخي سیمې ساتنه او بیارغونه کولی شي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ورواړوي.
تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه تخنیکي ډله هم بست ته تللې وه او د کلا د زیانمنو برخو د رغولو لپاره یې سروې او د لګښت ارزونه کړې وه. چارواکو ویلي وو چې د بست کلا ترڅنګ د «ششک بست» تاریخي ودانۍ د ساتنې او بیارغونې پلان هم تر کار لاندې دی.
د بست تاریخي سیمه د افغانستان د سویل لوېدیځ له مهمو لرغونو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. دا سیمه د هلمند او ارغنداب سیندونو د یوځای کېدو ځای ته نږدې پرته ده او په پخوانیو زمانو کې د ایران، کندهار او هند ترمنځ د کارواني او سوداګریزو لارو له مهمو تمځایونو څخه وه.
تاریخي سرچینې ښيي چې بست د اسلام له راتګ وړاندې هم اباد و، خو په منځنیو اسلامي پېړیو، په ځانګړي ډول د غزنوي او غوري واکمنیو پر مهال، یې سیاسي، پوځي او سوداګریز اهمیت لا زیات شو.
.jpeg)
د بست تر ټولو پېژندل شوې نښه هغه لوړه تاریخي طاق ده چې د ۱۱مې پېړۍ له معمارۍ سره تړل کېږي. دا طاق د پخو خښتو، هندسي نقشونو او ښکلو تزییناتو له امله ځانګړی شهرت لري او انځور یې د افغانستان پر ۱۰۰ افغانۍ بانکنوټ هم لیدل کېږي.
د کلا په پراخه سیمه کې د دفاعي دېوالونو، پخوانیو استوګنځایونو او نورو ودانیو پاتې شوني هم شته چې د بست د پخواني ښار د پراخوالي او اهمیت څرګندونه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وايي، چې د کلا د پاتې ۳۰ سلنه برخې د بیارغونې کار روان دی، خو تر اوسه یې د بشپړېدو وروستۍ نېټه نه ده اعلان کړې.


شال نیوز