د کرم په منځنۍ برخه کې د پاړا چمکني د سیمې د پاکولو لپاره د ۳۱ کلیو اوسېدونکو ته د سیمې د سمدستي پرېښودو امر شوی، خو ځايي مشرانو د کورونو پرېښودلو څخه انکار کړی دی. د دوی په وینا، که څوک له سیمې ووځي، ۶۰ لکه روپۍ به جریمه او کور به یې ونړول شي.