سوات: جماعت اسلامي د تېلو د بیو، پټرولیم لېوي، مالیاتو او ګرانۍ پر ضد د احتجاج اعلان کړی. د سپټمبر پر ۴مه به په مینګوره کې احتجاجي غونډه کېږي. جماعت اسلامي په سوات پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د تېلو د بیو، پټرولیم لېوي، مالیاتو، درنو برېښنايي بلونو او ګرانۍ پر ضد به خپله احتجاجي مبارزه روانه ساتي. د جماعت اسلامي د مشرانو په وینا، د سپټمبر پر ۴مه به په مینګوره کې لویه احتجاجي غونډه کېږي، چې د جماعت اسلامي پاکستان امیر حافظ نعیم الرحمن به پکې وینا کوي.


عصمت علي اخون