انقره / تل‌ابیب : د اسراییل د وزیراعظم ،بنیامین نتانیاهو، دفتر د ترکیې د هغه اقدام په غبرګون کې ،چې له انټرپول څخه یې د نتانیاهو د نړیوالې نیونې غوښتنه کړې ده، د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان «یهود ضد ډیکټېټر» بللی او ویلي یې دي چې اسراییل به د ترکیې د هغو هڅو پر ضد «په کلکه عمل» کوي چې د دوي په وینا سیمه بې‌ ثباته کوي.

 

د ترکیې د انصاف وزارت ،د اګست پر ۲۱مه، وویل چې له انټرپول څخه یې د نتانیاهو او د هغه د حکومت د یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو د نړیوالې نیونې غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې د استانبول یو عدالت د جولاۍ پر ۱۴مه د نتانیاهو په ګډون د ۳۵ کسانو د نیولو حکمونه جاري کړي وو.

 

د دواړو هېوادونو اړیکې وروسته له هغه نورې ترینګلې شوې چې اسراییل د اګست پر ۱۸مه د سوریې په ادلب صوبه کې د ابوظهور پوځي هوايي اډه بمبار کړه. اسراییل ویلي وو چې د دوي د استخباراتي مالوماتو له مخې ترکیه هلته د خپلو ځواکونو، ډرونونو او رېډار د ځای پر ځای کولو تیاری کاوه.

 

خو سوریې ویلي دي چې هلته د ترکیې د دایمي پوځي اډې یا ځواکونو د ځای پر ځای کولو کوم پلان نه و. د سوریې خارجه وزیر ،اسعد الشیباني، منلې چې ترکي پوځي چارواکو د روزنې او پوځي همکارۍ په لړ کې اډې ته سفر کړی و، خو ترکیې ویلي دي چې د اسراییل د برید مخکې یا د برید پر مهال هلته د دوي کوم پوځي پلاوی موجود نه و.

 

ترکیې د نتنیاهو د ګرفتارۍ لپاره له انټرپول څخه د ریډ وارنټ د جاري کولو غوښتنه وکړه
ترکیې د نتنیاهو د ګرفتارۍ لپاره له انټرپول څخه د ریډ وارنټ د جاري کولو غوښتنه وکړه

 

امریکايي استازي ټام بارک هم دغه اسراییلي برید «غیر ضروري تاوتریخوالی» بللی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې د ترکیې او اسراییل ترمنځ مخامخ شخړه د سیمې لپاره پراخ خطرونه پیدا کولی شي.

 

د ترکیې او اسراییل ترمنځ دا تازه لفظي او پوځي کړکېچ په داسې وخت کې زیات شوی دی چې دواړه هېوادونه په سوریه کې د امنیت، پوځي نفوذ او د نوي حکومت سره د اړیکو په اړه له یو بل سره ژور اختلافونه لري.