امسټلوینډ : نیوزیلنډ د دوشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۴مه، د نارینه وو د هاکي نړیوال جام د درجه‌بندۍ په لوبه کي پاکستان ته ۴ ـ ۲ ماتې ورکړه. لوبه د هالنډ په امسټلوینډ کي د واګنر هاکي په لوبغالي کي وشوه.

 

نیوزیلنډ د لوبې له پیل یوازې ۲۰ ثانیې وروسته د ډیلن توماس په ګول مخکي شو. سکاټ بویډ په ۱۶مه او جورج بېکر په ۲۲مه دقیقه کي نور ګولونه ووهل او لومړۍ نیمایي د نیوزیلنډ په ۳ ـ صفر برلاسۍ پای ته ورسېده.

 

پاکستان له دمې وروسته ښه لوبه وکړه. سفیان خان په ۳۲مه او افراز په ۳۷مه دقیقه کي د پنالټي کارنرونو له لارې ګولونه ووهل او توپیر یې ۳ ـ ۲ ته راکم کړ.

 

خو نیوزیلنډ بیا فشار زیات کړ او کین رسل په ۴۹مه دقیقه کي د پنالټي کارنر له لارې څلورم ګول وواهه، چې په پایله کي لوبه ۴ ـ ۲ د نیوزیلنډ په ګټه ختمه شوه.

 

پاکستان به اوس د اګست پر ۲۸مه له جنوبي افریقا سره د نړیوال جام د ۱۱م او ۱۲م مقام د ټاکلو لپاره لوبه کوي.