کابل : د افغانستان کرکټ بورډ د هند پر ضد د درې شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې او ابراهیم ځدراڼ یې د لوبډلې د بشپړ وخت کپتان په توګه ټاکلی دی. دا به د ابراهیم ځدراڼ لپاره لومړۍ لړۍ وي چې د افغانستان د شل اوریزې لوبډلې د مستقل کپتان په توګه به مشري کوي.

 

په اعلان شوې لوبډله کي رحمان‌الله ګربز، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، نورالرحمن، محمد نبي، راشد خان، ننګیالی خروټی، مجیب‌الرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضل‌حق فاروقي، نوین‌الحق او عبدالله احمدزی شامل دي.

 

نوین‌الحق هم له ټپ څخه تر رغېدو وروسته بېرته ملي لوبډلې ته ستون شوی دی. شاهدالله کمال، فرید احمد ملک او اعجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

 

د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه به د سپتمبر پر ۱۳مه، دویمه پر ۱۵مه او درېیمه پر ۱۷مه د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کي ترسره شي.