کراچۍ : د پاکستان د ښځو د انډر-۱۹ کرکټ ملي ټورنمنټ د څلورم پړاو په لوبو کي چلینجرز لوبډلې سټرایکرز ته په دوو وکټو او کانکررز لوبډلې اِنونسبلز ته په لسو وکټو ماتې ورکړې ده.

 

په کراچۍ کي د نیشنل بانک آف پاکستان سپورټس کمپلېکس پر میدان سټرایکرز لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۳۰ اورونو کي یې د اوو وکټو په زیان ۱۳۶ منډې جوړې کړې. عدیه نور ۳۶ او ام مایشه ۳۳ منډې وکړې، په داسې حال کي چې سامیه اشرف په ۱۵ منډو ناټ اوټ پاتې شوه. د چلینجرز له خوا مریم احمد درې او الینه شاه دوه وکټې واخیستې.

 

د ۱۳۷ منډو هدف په تعقیب کي چلینجرز په یوه وخت ۶۵ منډو ته شپږ وکټې له لاسه ورکړې، خو کپتانې میمونه خالد او مریم احمد د اوومې وکټې لپاره د ۵۸ منډو مهمه ملګرتیا وکړه.

 

میمونه خالد په ۴۳ بالونو ۴۴ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شوه، مریم احمد ۲۰ او زینب فاطمه ۳۶ منډې وکړې. چلینجرز هدف په ۲۸.۲ اورونو کي د اتو وکټو په زیان پوره کړ او لوبه یې په دوو وکټو وګټله. میمونه خالد د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

 

په دویمه لوبه کي کانکررز د اِنونسبلز پر ضد په لسو وکټو اسانه بریا خپله کړه.

 

اِنونسبلز لومړی بیټنګ وکړ، خو ټوله لوبډله یې په ۲۳.۱ اورونو کي په ۶۹ منډو وسوځېده. الزوها حماد د ۲۰ منډو په جوړولو د خپلې لوبډلې تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د کانکررز له خوا هادیه مینا، نرجس بي بي او زینب عرفان دوه ـ دوه وکټې واخیستې.

 

کانکررز د ۷۰ منډو هدف بې له کومې وکټې له لاسه ورکولو په ۱۴ اورونو کي پوره کړ. ملايکه سهاني په ۴۵ بالونو ۴۰ او امنه شهناز په ۴۱ بالونو ۲۲ منډې وکړې او دواړه ناټ اوټ پاتې شوې. ملايکه سهاني د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

 

د څلورم پړاو تر لوبو وروسته کانکررز په درې بریاوو د پواینټونو د جدول په سر کي ده. سټارز او چلینجرز دوه ـ دوه بریاوې لري، اِنونسبلز یوه لوبه ګټلې او سټرایکرز تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې.

 

د ټورنمنټ راتلونکې دوه لوبې د اګست پر ۲۵مه کېږي؛ سټارز به له سټرایکرز او اِنونسبلز به له چلینجرز سره مخامخ شي.

 

په دې ټورنمنټ کي د پاکستان له ۲۴ ښارونو ۷۵ ځوانې لوبغاړې په پنځو لوبډلو کي برخه اخلي. سیالۍ د اګست پر ۲۰مه پیل شوې او فاینل به یې د سپټمبر پر څلورمه ترسره شي.