کرمه : سرکاري سرچینې وايي، چې امنیتي ځواکونو ،د اګست په ۲۴مه، په کرمه ضلعه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د یو پټ ځای پر ضد عملیات کړي دي او د هغوي په وینا، د وسله والو په بریدونو کې د کارېدو لپاره ساتل شوي پرمختللي ډرونونه او ورسره اړوند سامان یې ترلاسه کړی دی.
د سرچینو په وینا، د عملیاتو پر مهال یو مشکوک کس هم نیول شوی دی او د نورو پلټنو لپاره امنیتي ادارو ته سپارل شوی دی. امنیتي سرچینې دعوه کوي چې دغه ډرونونه له پولې هغې غاړې څخه د بهرنیو ادارو له خوا وسله والو ته ورکړل شوي وو او هدف یې په سیمه کې د ولسي خلکو په نښه کول وو.
تر اوسه د دې دعوو په اړه کوم خپلواک تایید نه دی شوی او نه هم چارواکو د نیول شوي کس د پېژندګلوۍ یا د ترلاسه شویو ډرونونو د شمېر په اړه نور تفصیل ورکړی دی.


مصطفی خان