مشهد : ایراني رسنیو راپور ورکړی دی، چې د ایران په مشهد ښار کې یو ۳۵ کلن افغان، چې مهدي نومېده، له خپل یو هېوادوال سره تر شخړې وروسته په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.

 

د راپورونو له مخې، پېښه ،د اګست په ۲۴مه، مشهد د ګل‌ شهر سیمې په «بوستان ګل‌ ارا» پارک کې شوې ده. ویل شوې دي چې یو ۲۲ کلن افغان ځوان د شخړې پر مهال پر مهدی په چاقو برید کړی و.

 

ټپي شوی مهدی د امام سجاد روغتون ته رسول شوی و، خو د سختو ټپونو له امله یې هلته ساه ورکړې ده. د مشهد پولیس وايي، چې شکمن کس د پېښې څو ساعته وروسته نیول شوی او د شخړې د لامل او د وژنې د نورو جزیاتو په اړه پلټنې روانې دي.