بریکوټ : د سوات ضلعي انتظامیې او د کرنې محکمې د توسیعي څانګې له خوا ،د اګست په ۲۴مه، د بریکوټ تحصیل د شفتالو کروندګرو لپاره یو ورځنی روزنیز پروګرام شوی دی، چې پکې کروندګرو ته د ښه حاصل، ناروغیو او حشراتو د مخنیوي او د نويو کرنیزو طریقو په اړه معلومات ورکړل شول.

 

په پروګرام کې د کرنې محکمې افسرانو، د بریکوټ فارم سروس سنټر د انتظامي کمېټۍ غړو او ګڼو ځايي کروندګرو ګډون کړی و. د سوات د کرنې ضلعي ډایرکټر ظهیر احمد وویل، چې کروندګرو ته د شفتالو د حاصلاتو د زیاتولو، د ناروغیو او زیان رسوونکو حشراتو د مخنیوي، د فروټ فلای ټرېپونو د استعمال او نورو نويو کرنیزو طریقو په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.

 

هغه وویل، چې د کرنې محکمه هڅه کوي چې بزګرانو ته پر وخت تخنیکي مشورې او نوې کرنیزه ټکنالوژي ور ورسوي، څو د هغوي حاصلات ښه او کرنیزې ستونزې یې زر حل شي.

 

په پروګرام کې کروندګرو ته د کسان کارډ د فعالولو په اړه هم معلومات ورکړل شول. چارواکو وویل، چې د بریکوټ، کبل او بابوزۍ تحصیلونو کروندګر کولی شي خپل کسان کارډونه د کرنې محکمې په اړوندو دفترونو کې وړیا فعال کړي.

 

د باغدارۍ افسر ساجد خان د شفتالو پر فصل د اغېز کوونکو ناروغیو، حشراتو او د هغوي د مخنیوي پر طریقو خبرې وکړې، په داسې حال کې چې د بریکوټ د کرنې محکمې انچارج نعیم خان له کروندګرو وغوښتل چې د خپلو کرنیزو ستونزو او تخنیکي لارښوونو لپاره له محکمې سره اړیکه ونیسي.

 

د روزنیز پروګرام په پای کې د کرنې افسرانو د کروندګرو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د شفتالو د معیاري حاصل او فصل د خوندي ساتلو په اړه یې عملي مشورې ورکړې.