پېښور کې د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په اړه اقلیمي جرګه شوې ده. ګډونوالو وویل، په خیبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو، د تودوخې لوړېدو او د اوبو د سرچینو کمېدو اغېزې ورځ تر بلې زیاتېږي. په جرګه کې پر ښځو د اقلیمي بدلون د اغېزو، د اوبو د سرچینو د ساتنې، د ونو د کرلو، د ککړتیا د کمولو او د خلکو د پوهاوي پر زیاتولو خبرې وشوې. اقلیمي پوهان وايي، د دې بحران پر وړاندې باید پرېکړې پر ساینسي معلوماتو ولاړې او اقدامات پر وخت ترسره شي.