بنو : په بنو ښار کې د منډان ګېټ ته نږدې په یو موټرسایکل کې د بم د نصبېدو له اطلاع وروسته د بم ډسپوزل سکواډ، بي ډي اېس، ډلې عملیات کړي او بم یې شنډ کړی دی.
د پولیسو سرچینو په وینا، امنیتي ادارو ته ،د اګست په ۲۴مه، اطلاع ورکړل شوې وه چې په سیمه کې په یو موټرسایکل کې مشکوک چاودېدونکي مواد نصب شوي دي. له اطلاع وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل، شاوخوا ځای یې د خلکو پر مخ وتاړه او د بم ډسپوزل سکواډ عمله یې راوغوښته.
سرچینې وايي، چې د بم د شنډولو پر مهال یوه وړه چاودنه وشوه، خو په پېښه کې هیڅ چاته ځاني زیان نه دی اوښتی. پولیس دا هم وايي چې د کوم مالي تاوان راپور نه دی ترلاسه شوی.
له پېښې وروسته پولیسو سیمه تر څار لاندې ونیوله او د دې خبرې د معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې چې بم چا او د څه مقصد لپاره په موټرسایکل کې نصب کړی و.
تر اوسه د موټرسایکل د ملکیت په اړه هم څه معلومات نه دي ورکړل شوي. پولیسو دا نه دي ویلي چې موټرسایکل د چا و او څنګه د منډان ګېټ سیمې ته راوړل شوی و.
تر اوسه د دې پېښې په تړاو د کوم کس د نیول کېدو یا د چا له خوا د بم د نصبولو د ذمه وارۍ منلو خبر نه دی ورکړل شوی.


غلام اکبر مروت