کابل : د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي ډلو په ګډون ټولشموله حکومت د دوام توان نه لري، ځکه ،د ده په وینا، افغانان د یو بل د زغملو حوصله نه لري.
مجاهد له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي دي، چې د افغانستان د خلکو ځانګړتیاوې د نړۍ له نورو ولسونو سره توپیر لري او که بېلابېل سیاسي جریانونه په یو حکومت کې راټول کړل شي، ډېر زر به خپلمنځي اختلافونه پیدا کړي.
هغه ویلي:
«که بېلابېل سیاسي لوري سره راټول کړو، ګډ نظام نه شو جوړولای، ځکه څو ورځې وروسته به بیا یو له بل سره په شخړه شي.»
مجاهد د یو داسې حکومت ملاتړ کړی دی چې د یوې مفکورې پر بنسټ واک وچلوي. د هغه په وینا، دغه حکومت ته باید د واکمنۍ موقع ورکړل شي او نور سیاسي جریانونه او عام خلک دې خپل عادي ژوند وکړي.
د طالبانو حکومت له تېرو پنځو کلونو راهیسې د افغانستان دننه او بهر د ټولشموله حکومت د جوړېدو له غوښتنو سره مخ دی، خو د دې ډلې چارواکو په وار وار ویلي دي چې مخالف سیاسي جریانونه هېواد ته ستنېدی شي، خو په واک کې د برخې اخیستو ضمانت نه شي ورکول کېدی.
د افغانستان یو شمېر پخواني سیاسي مشران، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې په افغانستان کې باثباته سیاسي نظام باید د بېلابېلو قامي، سیاسي او ټولنیزو ډلو استازیتوب ولري.
مجاهد په همدې مرکه کې د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ کې په کابل کې د طلوع ټلویزیون د کارکوونکو پر بس د طالبانو د ځانمرګي برید په اړه هم پوښتل شوی دی. په دغه برید کې اووه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو.
مجاهد د دې برید په اړه ویلي دي، چې د هغه وخت او اوس حالات یو شان نه دي.
هغه زیاته کړې:
«کله کله دوه وروڼه هم سره ښکېل شي او بیا سوله وکړي. موږ نه غواړو د تېرو تراژیدیو یادونه وکړو. وخت بدل شوی او اوس په دوستانه توګه مخته ځو.»
طالبانو هغه مهال د طلوع ټلویزیون کارکوونکي په نښه کړي وو او د برید مسئولیت یې هم منلی و.
د مجاهد وروستۍ څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د طالبانو د واکمنۍ د سیاسي پراختیا، د ښځو د حقونو، د سیاسي مشارکت او د نړیوال رسمیت پېژندنې موضوعات لا هم د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو له مهمو مسئلو څخه دي.


شال نیوز