لندن : د هغو افغانانو شخصي معلومات یو ځل بیا افشا شوي دي چې له برتانوي ځواکونو سره یې کار کړی او برتانیې ته د انتقال منظوري یې ترلاسه کړې وه.

 

د برتانوي رسنیو ،داګست د ۲۳مهې، د راپورونو له مخې، تازه پېښه د کډوالۍ نړیوال سازمان، «ایي او اېم»، له خوا د معلوماتو د لېږد پر مهال شوې ده. دغه اداره د هغو افغانانو او د هغوي د کورنیو د سفر، بایومېټرک، طبي معایناتو او برتانیې ته د انتقال چارې سمبالوي چې د برتانیا د دفاع وزارت د افغانانو د انتقال پروګرام له مخې منل شوي وي.

 

راپور وايي، چې د افشا شوو معلوماتو په ډله کې د افغان غوښتونکو د تماس شمېرې، برېښنالیکونه او نور شخصي معلومات شامل وو. پېښه هغه مهال شوې ده چې په پاکستان کې برتانیې ته د تګ په تمه د افغانانو معلومات لېږدول کېدل.

 

«ایي او اېم» د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له معلومېدو سره سم یې اغېزمنو کسانو ته خبر ورکړی دی، داخلي څېړنه یې کړې او د معلوماتو د خوندي لېږد لپاره یې کنټرولونه سخت کړي دي. د ادارې په وینا، پېښه اوس حل شوې او پر روانو چارو یې اغېز نه شته.

 

د برتانیا حکومت هم دا یوه «محدوده پېښه» بللې او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته خطر کم ارزول شوی دی او له «ایي او اېم» سره په ګډه لازم ګامونه اخیستل شوي دي. د راپور له مخې، ټول هغه افغانان چې معلومات یې په دې پېښه کې افشا شوي، اوس برتانیې ته رسېدلي دي.

 

دا په تېرو پنځو کلونو کې د برتانیې د افغانانو د انتقال له پروګرامونو سره تړلې د شخصي معلوماتو ۵۰مه ثبت شوې افشا بلل شوې ده. تر دې وړاندې د برتانیا دفاع وزارت منلې وه چې د افغانانو د معلوماتو د افشا کېدو لږ تر لږه ۴۹ جلا پېښې شوې دي.

 

تر ټولو لویه پخوانۍ پېښه په ۲۰۲۲م کال کې شوې وه، چې د شاوخوا ۱۸ زره او ۷۰۰ افغان غوښتونکو شخصي معلومات له حکومتي نظام څخه بهر لېږل شوي وو. برتانوي حکومت دغه پېښه په ۲۰۲۳م کال کې هغه وخت وموندله چې د معلوماتو یوه برخه پر فېسبوک خپره شوه.