کابل : د طالبانو حکومت وايي، چې د قراردادونو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړې دي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي دي، چې د کمېسیون غونډه ،د اګست په ۲۲مه، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په کابل کې شوې او ۳۴ پروژې ورته د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.
د بیان له مخې، له ارزونې وروسته ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ نورو کې بدلونونه ومنل شول. د یوې بلې پروژې په اړه ځانګړې کمېټۍ ته دنده سپارل شوې چې له ګټونکي شرکت سره د بیې په اړه خبرې وکړي او خپل راپور د کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په دغو پروژو کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل او په هلمند کې د یو کادري روغتون جوړول شامل دي.
همداراز په بدخشان کې د شغنان، په میدان وردګ کې د چک او په کندز کې د قلعه ذال ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش یو شمېر پروژې هم منظورې شوې دي. اقتصادي معاونیت وايي، د دغو پروژو لګښت د طالبانو حکومت له بودجې ورکول کېږي.


شال نیوز