پېښور : د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، هغو پاکستاني محصلینو ته د مرستې ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغ شوي دي، خو د پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل له خوا د رجسټرېشن او تعلیمي اسنادو د منلو له ستونزو سره مخ دي.

 

فیصل کریم کونډي ،د اګست په ۲۲مه، ویلي دي، چې د دغو فارغانو مسئله به له اړوندو ادارو سره راپورته کړي او هڅه به وکړي چې د قانوني او بشپړو تعلیمي اسنادو لرونکو کسانو د رجسټرېشن ستونزې هوارې شي.

 

د افغانستان له طبي پوهنتونونو یو شمېر پاکستاني فارغان وايي، چې د اسنادو د تصدیق، رجسټرېشن او نورو اداري شرطونو له امله یې مسلکي راتلونکی له ځنډ سره مخ شوی دی.

 

پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل د بهرنیو طبي پوهنتونونو د فارغانو د رجسټرېشن لپاره ځانګړي اصول او شرایط لري او فارغان باید د خپلو تعلیمي اسنادو تر تصدیق وروسته اړوند قانوني پړاوونه بشپړ کړي.

 

تر اوسه پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل د ګورنر د تازه څرګندونو په اړه جلا رسمي بیان نه دی خپور کړی.