پروان : د افغانستان د پروان ولایت امنیه قومانداني وايي، چې د غوربند درې پر لویه لار یې په یو موټر کې چاودېدونکي توکي، راکټي مرمۍ او مخابراتي وسایل نیولي دي او په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.

 

د امنیه قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین‌ یار ،د اګست پر ۲۳مه، شال نیوز ته ویلي دي چې پولیسو دغه توکي د غوربند پر لویه لار په ۲۴مه امنیتي پوسته کې د یو کرولا موټر د پلټنې پر مهال موندلي دي. د نوموړي په وینا، په نیول شویو توکو کې څلور بي‌ اېم ـ ۱ راکټي مرمۍ، ۷۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد او ۲۰ مخابرې شاملې دي.

 

امنیه قومانداني دعوه کوي چې دغه چاودېدونکي توکي د مراسمو د ګډوډولو او امنیتي پېښو د رامنځته کولو لپاره لېږدول کېدل، خو شال نیوز په خپلواکه توګه د دې دعوې پخلی نه شي کولی.

 

پولیس وايي، په تړاو یې درې کسان نیولي او تر لومړنیو څېړنو لاندې دي. د امنیه قوماندانۍ په وینا، د هغوي دوسیې به تر بشپړېدو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي. تر اوسه د نیول شویو کسانو هویت او دا چې له کومې ډلې سره تړاو لري که نه، نه دی څرګند شوی.