واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د ملا نذیر ډلې مهم غړی ،محمد خالد خان، د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوی او یو بل کس ژوبل شوی دی. محمد خالد د وزیر قبیلې د کاکا خېل فرعي څانګې غړی و او په سیمه کې د ملا نذیر د نږدې ملګري او د ډلې د یوې مهمې څېرې په توګه پېژندل کېده.
پولیس وايي، چې پېښه ،د اګست په ۲۲مه، ماښام د واڼې د ډوګ په سیمه کې هغه مهال شوې ده چې محمد خالد خان او نور غلام له رستم بازار څخه خپلو کورونو ته روان وو. وسله والو قبرستان ته نږدې پر هغوي ډزې وکړې.
محمد خالد په ډزو کي سخت ژوبل شوی و او د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته وړل شوی و، خو هلته د ټپونو له امله ومړ. د نوموړي جنازه تېره شپه د هغه په کلي کې ادا شوه او وروسته همالته خاورو ته وسپارل شو.
نور غلام د واڼې ضلعي مرکزي روغتون ته وړل شوی او درملنه یې روانه ده.
د واڼې سرکل پولیسو ویلي دي، چې محمد خالد د ملا نذیر له ډلې سره پخوانۍ او نږدې اړیکې لرلې. سیمه ییزې سرچینې هغه د ملا نذیر «ښی لاس» او د ډلې له مهمو څېرو څخه بولي. پولیسو تر اوسه د برید انګېزه نه ده څرګنده کړې او بریدګر هم نه دي پېژندل شوي.
تر دې دمه کومې ډلې د برید مسئولیت نه دی منلی او پولیس وايي چې د پېښې پلټنې روانې دي.


شال نیوز