تل ابیب : د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي، چې تر هغه چې دی په واک کې وي، په غزه یا لوېدیځه غاړه کې به د داسې فلسطیني ریاست جوړېدو ته اجازه ور نه کړي چې ،د ده په وینا، د ایران تر کنټرول لاندې وي.
نتنیاهو ،د اګست په ۲۲مه، په اېکس خپاره کړي بیان کې وویل:
«تر هغه چې زه وزیراعظم یم، نه به په غزه او نه په لوېدیځه غاړه کې د ایران تر کنټرول لاندې فلسطیني ریاست جوړ شي.»
هغه د لوېدیځې غاړې لپاره د «یهودا او سامریه» اصطلاح کارولې، چې اسراییلي چارواکي یې عموماً د دې سیمې لپاره کاروي.
د نتنیاهو دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې په اسراییل کې د متحده عربي لېست یا «رعام» ګوند مشر منصور عباس د خپل ګوند په عمومي کنفرانس کې وویل، چې فلسطین د یو ریاست په توګه موجود دی او د نړۍ ډېرو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.
هغه له اسراییل او امریکا هم وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني او ویې ویل، چې ګوند یې د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمنځ د سولې او د شخړې د پای لپاره کار کوي.
منصور عباس، چې د اسراییل د عربي وګړو یو مهم سیاسي مشر بلل کېږي، په تېر وخت کې د اسراییل په ایتلافي حکومت کې هم برخه لرلې ده. د هغه تازه څرګندونو د اسراییل د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غبرګونونه راپارولي دي او د فلسطیني ریاست مسئله یې یو ځل بیا د اسراییل د انتخاباتي بحثونو مهمه موضوع ګرځولې ده.
نتنیاهو له اوږدې مودې راهیسې د داسې خپلواک فلسطیني ریاست له جوړېدو سره مخالفت کړی دی چې د اسراییل د امنیت لپاره یې ګواښ بولي. د هغه حکومت په ځانګړي ډول استدلال کوي چې د غزې او لوېدیځې غاړې امنیتي وضعیت د یو فلسطیني ریاست د جوړېدو په اړه جدي اندېښنې پیدا کوي.
فلسطینیان بیا غواړي چې غزه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس د یو خپلواک فلسطیني ریاست برخه وي. د ملګرو ملتونو ډېر غړي هېوادونه فلسطین د یو ریاست په توګه په رسمیت پېژني او د نړۍ ګڼ حکومتونه د اسراییل او فلسطین د اوږدې شخړې د سیاسي حل لپاره د دوو ریاستونو پر حل ټینګار کوي.
د دوو ریاستونو د حل له مخې به اسراییل او یو خپلواک فلسطیني ریاست د یو بل ترڅنګ موجود وي، خو د سرحدونو، بیت المقدس، اسراییلي مېشت ځایونو، فلسطیني کډوالو او امنیت په څېر مهمو مسئلو د لسیزو راهیسې د وروستي تړون مخه نیولې ده.
د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سیاسي حل بحث په داسې وخت کې بیا تود شوی دی چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي مېشت ځایونو د پراخېدو، د فلسطینیانو او اسراییلي مېشتو ترمنځ د تاوتریخوالي او په غزه کې د جګړې له امله نړیوالې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې په اسراییل کې د اکتوبر د ۲۷مې پارلماني انتخاباتو لپاره سیاسي فعالیتونه روان دي او تازه نظرپوښتنې ښيي چې د نتنیاهو لیکود ګوند او ایتلافي ملګري یې ښيي د حکومت جوړولو لپاره لازم اکثریت ترلاسه نه کړي.
د اسراییل په ۱۲۰ کسیز پارلمان، کنیسټ، کې د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه ۶۱ څوکۍ پکار دي. د اګست د ۱۹مې یوې نظرپوښتنې له مخې، د نتنیاهو لیکود ګوند او د هغه ښي اړخي او مذهبي ایتلافي ملګري په مجموعي توګه ۵۱ څوکۍ ګټلی شي، چې د حکومت جوړولو له اکثریت څخه لس څوکۍ کمې دي.
د فلسطیني ریاست پر سر دا تازه لفظي شخړه ښيي چې دا موضوع به د اسراییل د راتلونکو انتخاباتو په سیاسي مبارزه کې هم مهم ځای ولري، په ځانګړي ډول ځکه چې د اسراییل د عربي ګوندونو احتمالي رول د حکومت د جوړولو په حسابونو کې بیا تر بحث لاندې راغلی دی.


شال نیوز