پېښور : د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د سویلي اسیا لوبو د درې سیالیو د ترسره کولو پلان جوړ کړی دی او د اړینو مالي لګښتونو منظوري به د صوبايي کابینې په راتلونکې غونډه کې وغواړي.

 

د کابینې د اجنډا له مخې، په پېښور کې د درې سیالیو د کوربه‌ توب وړاندیز او د هغو د انتظاماتو لپاره د فنډونو منظوري د غور لپاره شامله شوې ده. ټاکل شوې وه پر دې موضوع د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه وشي، خو د غونډې له ځنډېدو وروسته به اوس په راتلونکې غونډه کې پرې غور کېږي.

 

تر اوسه په رسمي توګه دا نه دي اعلان شوي چې پېښور به د کومو درې لوبو کوربه وي او د سیالیو د انتظام لپاره به څومره بودجه ځانګړې کېږي.

 

پاکستان د ۱۴م ځل سویلي اسیا لوبو کوربه دی. د پاکستان اولمپیک اتحادیې د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د ۲۰۲۷م کال د مارچ له ۲۳مې تر ۳۱مې پورې ټاکل شوې دي، که څه هم د انتظامي اړتیاوو له مخې په همدې موده کې تر یوې اوونۍ د نېټو د بدلون اختیار هم شته.

 

د سویلي اسیا د اولمپیک شورا د اجرائیه کمېټۍ غونډه هم د اګست پر ۲۳مه په اسلام‌ اباد کې کېږي، چې د پاکستان د کوربه‌ توب تیاری، د سیالیو ځایونه او نور انتظامي مسایل به پکې وڅېړل شي. د سیمې د اولمپیک ادارو استازي اسلام‌اباد ته رسېدلي او تمه ده چې د لوبو له ځینو ځایونو هم لیدنه وکړي.

 

تر دې مخکې اسلام‌ اباد، لاهور او فیصل‌اباد د سیالیو د کوربه ښارونو په توګه په پلانونو کي شامل وو. که د خېبر پښتونخوا کابینه وړاندیز منظور کړي او د لوبو تنظیموونکي یې تایید کړي، پېښور به هم د کوربه ښارونو په فهرست کي شامل شي.

 

پاکستان تر دې مخکې په ۱۹۸۹ او ۲۰۰۴ کلونو کي هم د جنوبي اسیا لوبو کوربه‌توب کړی و.