د پاکستان کیڼ لاسي سپېنر ،علي عثمان، د انګلستان خلاف د لیډز ټېسټ په دویمه ورځ پنځه ویکټې واخیستې او د پاکستان د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې یې نوی ریکارډ جوړ کړ.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې علي عثمان لومړی پاکستانی کیڼ لاسی سپېنر شو چې په انګلستان کې یې د ټېسټ لوبې په یو اننګز کې پنځه ویکټې اخیستې دي. هغه د انګلستان په لومړي اننګز کې د ۹۲ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي وسوځول.
علي عثمان په هیډینګلي لوبغالي کې هم یو ځانګړی ریکارډ جوړ کړ. نوموړی له ۱۹۷۲م کال وروسته لومړی بهرنی سپېنر شو چې په دې لوبغالي کې یې د ټېسټ په یو اننګز کې پنځه ویکټې واخیستې. تر ده وړاندې د اسټرالیا اشلي مالیټ دا کار کړی و.
نوموړي د انګلستان د پیاوړي بیټینګ خلاف په داسې وخت کې پنځه ویکټې واخیستې چې کوربه لوبډلې د پاکستان پر لومړي اننګز واضح برلاسی ترلاسه کړی و.
سره له دې چې علي عثمان د پاکستان تر ټولو کامیاب بالر و، انګلستان لومړی ټېسټ په یو اننګز او ۱۰۳ منډو وګاټه او د درې ټېسټونو په سیریز کي یو ـ صفر مخکښ شو.


شال نیوز