کراچۍ : په کراچۍ کې د پاکستان د نورلس کلنو ښځو ملي کرکټ ټورنمنټ روان دی، چې د هېواد له ۲۴ ښارونو څخه ۷۵ ځوانې لوبغاړې پکې برخه اخلي. د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، په دې پنځه لوبډلیز ټورنمنټ کې سټارز، کانکررز، چېلېنجرز، سټرایکرز او اېنوېنسبلز لوبډلې شاملې دي. سیالۍ د اګست په ۲۰مه پېل شوې او د سېپتېمبر تر څلورمې به دوام وکړي.

 

د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ سټارز لوبډلې اېنوېنسبلز ته ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې کانکررز د چېلېنجرز پر وړاندې بریا خپله کړه. د سټارز اقصی حبیب او د کانکررز نرجس بي بي د خپلو لوبډلو له مهمو لوبغاړو څخه وې او د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوې.

 

د سیالیو په دویمه ورځ کانکررز پرله‌ پسې دویمه بریا هم خپله کړه او سټرایکرز ته یې په ۵۸ منډو ماتې ورکړه، خو سټارز بیا له چېلېنجرز څخه په یوه ویکټه ماتې وخوړه.

 

د ټورنمنټ لومړۍ لس لوبې په ۳۰ اوورونو کې کېږي، خو پاتې لس لیګ لوبې او فاینل به د شل اووریز کرکټ په بڼه ترسره شي. ټولې ۲۱ لوبې د کراچۍ په نېشنل بانک سپورټس کمپلېکس او اوول اکېډمۍ میدانونو کې ترسره کېږي.

 

پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د دې ټورنمنټ موخه د هېواد له بېلابېلو سیمو د ځوانو ښځینه کرکټرانو موندل او هغوی ته د لوړې کچې سیالیو تجربه ورکول دي، څو د پاکستان د نورلس کلنو ښځو ملي لوبډلې لپاره نوي استعدادونه وموندل شي.

 

د ټورنمنټ ګټونکې لوبډلې ته به لس لکه او دویم مقام اخیستونکې لوبډلې ته اووه نیم لکه پاکستانۍ روپۍ انعام ورکول کېږي.