کابل : اباسین ډیفنډرز د کابل پریمیر لیګ د څلورم پړاو په پایلوبه کې کابل زلمي ته په ۶۳ منډو ماتې ورکړې او د دې سیالیو اتلولي یې ګټلې ده.
پایلوبه ،د اګست پر ۲۱مه، د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. اباسین ډیفنډرز لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې جوړې کړې.
کابل زلمي د ۲۱۴ منډو د هدف په ځواب کې په ۱۷ اعشاریه ۲ اوورونو کې ۱۵۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. په دې توګه اباسین ډیفنډرز لوبه په ۶۳ منډو وګټله او د کابل پریمیر لیګ د څلورم پړاو جام یې خپل کړ.
اباسین ډیفنډرز د روان پړاو په سیالیو کې له پېله له پیاوړو لوبډلو څخه ګڼل کېده او تر پایلوبې پورې یې په بېلابېلو لوبو کې د توپ وهنې او توپ اچونې ښه ننداره وړاندې کړه.
کابل پریمیر لیګ د افغانستان د شل اووریز کورني کرکټ له سیالیو څخه دی. په دې لیګ کې د افغانستان یو شمېر پېژندل شوي او ځوان لوبغاړي ګډون کوي او سیالۍ یې د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دې لیګ موخه ځوانو لوبغاړو ته د سیالیو د لا ډېرو فرصتونو برابرول، د نویو استعدادونو موندل او د کورني کرکټ د سیالۍ کچه لوړول بلل کېږي.
په تېرو پړاوونو کې هم د افغانستان ګڼو ملي او کورنیو لوبغاړو په کابل پریمیر لیګ کې برخه اخیستې ده، او د کرکټ څارونکي دا ډول کورنۍ سیالۍ د هغو ځوانانو لپاره مهمه لار بولي چې غواړي د افغانستان لوړې کچې کورنیو سیالیو او ملي لوبډلو ته ځان ورسوي.
د اباسین ډیفنډرز د اتلولۍ له ګټلو سره د کابل پریمیر لیګ څلورم پړاو پای ته ورسېد.


شال نیوز