تخت بایي : د اسلامي جمعیت طلبه خیبر پښتونخوا ناظم اسفندیار عزت ویلي دي، چې صوبايي حکومت باید په تعلیمي ادارو کې د فیسونو د زیاتوالي، د زده کوونکو د اسانتیاوو او نورو تعلیمي ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغه دا څرګندونې ،د اګست په ۲۲مه، د مردان په تخت بايي پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې. د جمعیت د مردان ډویژن او ضلعې یو شمېر مشران هم په دې موقع موجود وو.
اسفندیار عزت د صوبايي حکومت پر تعلیمي پالیسۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د فیسونو پرله پسې زیاتوالی او د ځینو سرکاري ادارو د خصوصي کولو هڅې د زده کوونکو لپاره ستونزې زیاتوي. صوبايي حکومت تر اوسه د دغو نیوکو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په خبري غونډه کې حماد صافي وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې میلیونونه ماشومان له زده کړو محروم دي او حکومت ته پکار ده چې د تعلیم د پراختیا لپاره عملي اقدامات وکړي.
د جمعیت مشرانو د پخوانیو قبایلي سیمو د میډیکل زده کوونکو د ځانګړې کوټې، د پېښور پوهنتون د مالي ستونزو، د تیمرګرې میډیکل کالج د فعالیت او په ځینو خصوصي نرسنګ او پیرا میډیکل کالجونو کې د اسانتیاوو د نشتوالي موضوعات هم راپورته کړل.
هغوی د زده کوونکو د اتحادیو د بحالۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د تخت بايي او لوند خوړ ډګري کالجونو زده کوونکو ته دې د هاسټل او ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې شي.
د خبري غونډې په پای کې زده کوونکو ته د سپتمبر پر ۷مه، ۹مه او ۱۱مه د اسلامي جمعیت طلبه له خوا جوړېدونکي «محسن انسانیت کویز سیالۍ» کې د ګډون بلنه ورکړل شوه. تنظیم ویلي دي، چې بریالیو زده کوونکو ته به نغدي جایزې ورکړل شي.


پامیر جان