کندهار : د افغانستان په کندهار ولایت کې سیمه‌ ییزې سرچینې وايي، چې د طالبانو د حج او اوقافو ادارې د جمعې د لمانځه امامانو ته ویلي دي چې په خپلو خطبو کې خلک د طالبانو د مخالفینو له ملاتړ څخه منع کړي.

 

د «۸صبح» ،د اګست د ۲۲مې، د ورځپاڼې د راپور له مخې، امامانو ته سپارښتنه شوې ده چې د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي او د وسله‌ والو مخالفینو پر ضد څرګند دریځ ونیسي. سرچینې وايي، چې په ځینو خطبو کې د طالبانو مخالفې ډلې د «شر او فساد» په نوم یادې شوې او د طالبانو اوسنی نظام «اسلامي نظام» بلل شوی دی.

 

د راپورونو له مخې، خلکو ته دا هم ویل شوي دي چې د طالبانو د نظام ملاتړ وکړي او د مخالفینو له ملاتړ څخه ډډه وکړي. تر اوسه د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یا د کندهار اړوندو چارواکو د دې لارښوونې بشپړ رسمي متن نه دی خپور کړی.

 

شال نیوز هم په خپلواکه توګه د امامانو لپاره د ورکړل شوې لارښوونې اصلي متن نه دی ترلاسه کړی.