سوات : د سوات په مینګوره ښار کې د اوبو پر سر د دوو فریقینو ترمنځ شخړه شوې ده چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

 

پولیس وايي، پېښه ،د اګست په ۲۲مه، د مینګورې په فیض‌ اباد سیمه کې شوې ده. د پېښې له اطلاع وروسته پولیس موقعې ته رسېدلي او د شخړې د علت او نورو جزییاتو په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

 

د پولیسو په وینا، وژل شوی کس امیرزاده نومېږي او د فیض اباد اوسېدونکی و. د هغه د کورنۍ درې نور کسان هم په پېښه کې ژوبل شوي دي.

 

پولیس زیاتوي چې د مخالف فریق درې کسان هم ژوبل شوي دي او ټول ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې شخړه په څه ډول پېل شوه او په پېښه کې کومې وسلې کارول شوې دي. پولیس وايي، د دواړو فریقینو بیانونه اخلي او د پېښې په اړه نور تحقیقات روان دي.