اعظم ورسک : د کوز سویلي وزیرستان د اعظم ورسک د درابلي په سیمه کې ،د اګست په ۲۲مه، د کواډکاپټر په یو مبینه برید کي دوه کسان ژوبل شوي دي.
د سیمې د سرچینو په وینا، ژوبل کسان فرمان الله او عارف الله د خواژه جان زامن دي. دواړه وروڼه د خنډې خېل قام او د درابلي اعظم ورسک اوسېدونکي دي. سرچینې وايي، چې دواړه ژوبل کسان له پېښې وروسته د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.
لومړني معلومات ښيي چې برید د امنیتي ځواکونو له خوا د کواډکاپټر په وسیله شوی دی، خو شال نیوز تر اوسه دا دعوه د امنیتي چارواکو له خپلواکې سرچینې نه ده تایید کړې او امنیتي ادارو هم په دې اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
د برید د علت، هدف او د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات لا نه دي ترلاسه شوي.


ظفر وزير