میرام شاه : د شمالي وزیرستان په مرکز میرام شاه کې د تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ د غړي ،ملک نیک محمد خان وزیر ورور، نور محمد، د اګست په ۲۲مه، له کوتک‌ مارو کسانو سره پر ضلعي پریس کلب میرام شاه برید کړی، ودانۍ ته یې زیان رسولی او هلته موجود خبریالان یې ځورولي دي.

 

د وزیرستان یونین اف ورکینګ جرنلسټس او میرام شاه پریس کلب په ګډ بیان کې د پېښې غندنه کړې ده او له ضلعي انتظامیې او د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر ،سجاد حسین، څخه یې غوښتنه کړې ده چې په برید کې د ککړو کسانو پر ضد دې سمدستي قانوني کارروایي وشي او ملزمان دې ونیول شي.

 

د خبریالانو تنظیمونو ویلي دي، چې د پېښې له سمدستي وروسته یې بېړنۍ غونډه کړې او پرېکړه یې کړې ده چې که د نومول شویو کسانو په نیولو او د پېښې په پلټنو کې ځنډ وشي، د احتجاج لمن به له شمالي وزیرستان څخه د صوبې نورو سیمو ته هم وغځول شي.

 

په ګډ بیان کې ویل شوي دي چې له نورو صحافتي تنظیمونو سره به هم اړیکې نیول کېږي او که ضلعي انتظامیه او پولیس عملي ګامونه وانخلي، نو موضوع به د صوبې له لوړپوړو چارواکو سره شریکه او د احتجاج لړۍ به پراخه شي.

 

د وزیرستان یونین اف ورکینګ جرنلسټس او میرام شاه پریس کلب ویلي دي، چې خبریالان به د فشار، ګواښونو او زور له لارې له خپلو مسلکي دندو او د خبر ورکولو له مسؤلیت څخه ونه ګرځول شي.

 

تر اوسه د نور محمد، ایم پي ای ملک نیک محمد خان وزیر، ضلعي انتظامیې او پولیسو تفصیلي دریځ مخې ته نه دی راغلی. شال نیوز د خبریالانو د تنظیمونو له خوا د مطرح شوې دعوې خپلواکه تصدیق نه دی کړی.