بنو بار ایسوسی ایشن کلنۍ ټاکنې د راتلونکې مې په شپږمه کېدونکي دي، چې له امله یې د وکیلانو ترمنځ سیاسي هلې ځلې تیزې شوې دي۔ په دې لړ کې څلور اړخیز اتحاد خپل متفقه پینل اعلان کړی او انتخابي کمپاین یې ګړندی کړی دی۔
د اتحاد مشرانو ویلي دي چې د وکیلانو د حقونو تحفظ، د بار پیاوړتیا او د ادارې وقار ساتل به د دوي لومړیتوب وي۔ د مختلفو څوکیو لپاره امیدوارانو هم وینا کړې او ویلي یې دي چې د بریالیتوب په صورت کې به عملي ګامونه پورته کوي۔
وکیلانو ته اپیل شوی دی چې په ټاکنو کې برخه واخلي او یو مضبوط او فعال قیادت منتخب کړي.

صفدر داوړ