کندهار : د افغانستان د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سربند سیمه کې د «اکوا» موټر او موټرسایکل د ټکر له امله د موټرسایکل دوه سپاره وژل شوي دي.

 

د کندهار امنیه قوماندانۍ وایي، چې پېښه پرون ،د اګست په ۲۱مه، رامنځته شوې او لومړني معلومات ښيي چې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتیاطي وه.

 

ترافیکي مسوولین بې‌ احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او تېز رفتار د ورته پېښو له عمده لاملونو څخه بولي.