واڼا : په کوز سویلي وزیرستان کې ،د اګست په ۲۲مه، د پاکستان تحریک انصاف د انصاف یوت ونګ کنونشن ترسره شوی دی، چې پکې د سویلي ضلعو سلګونو ځوانانو، کارکنانو او د ګوند مشرانو ګډون کړی دی.

 

په کنونشن کې د قامي اسمبلۍ غړي ،زبیر خان وزیر، سنېټر خرم ذیشان، د صوبايي اسمبلۍ غړي عجب ګل او د تحریک انصاف نورو مشرانو ګډون کړی او ویناوې یې کړې دي.

 

ویناوالو د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم ،عمران خان، د خوشي کولو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه د خوشي کېدو لپاره به خپله سیاسي مبارزه روانه ساتي. د غونډې ویناوالو وویل، چې د اګست پر ۲۷مه به په اسلام‌ اباد کې د تحریک انصاف کارکنان په لوي شمېر راټولېږي او د ګوند د ولسي ځواک څرګندونه به کوي.

 

هغوي عمران خان د پاکستان یو مهم سیاسي مشر وباله او غوښتنه یې وکړه چې هغه دې زر تر زره خوشی کړل شي. ویناوالو دعوه وکړه چې د عمران خان له ګډون پرته د هېواد سیاسي ستونزې نه شي هوارېدی.

 

د انصاف یوت ونګ مشرانو وویل، چې د کنونشن موخه دا ده چې په کوز سویلي وزیرستان او نورو سویلي ضلعو کې ځوانان منظم او د تحریک انصاف د راتلونکو سیاسي فعالیتونو لپاره متحرک کړل شي.

 

په کنونشن کې ګډونوالو د عمران خان په ملاتړ شعارونه ورکړل او د هغه د خوشي کولو لپاره یې د خپلې سیاسي مبارزې د دوام ژمنه وکړه. ویناوالو وویل، چې دوي به په هېواد کې د امن، انصاف او هغه څه لپاره چې دوي یې «حقیقي جمهوریت» بولي، خپلې هڅې روانې ساتي.

 

د تحریک انصاف مشرانو دا هم وویل چې د اګست پر ۲۷مه په اسلام‌ اباد کې د پلان شوې غونډې لپاره به له کوز سویلي وزیرستان او نورو سویلي ضلعو څخه هم کارکنان ګډون وکړي.