اسلام‌ اباد : پاکستان او ترکمنستان د شطرنج د لوبې د ودې، د ځوانو لوبغاړو د روزنې او په دې برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ د پراخولو لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې کړې دي.

 

دا خبرې په ترکمنستان کې د ماشومانو د شطرنج د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې شوې دي، چې د پاکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د شطرنج استازو، روزونکو او لوبغاړو پکې ګډون کړی دی.

 

د پروګرام پر مهال د شطرنج د لوبغاړو او روزونکو د تجربو د شریکولو، د روزنیزو پروګرامونو، نړیوالو سیالیو ته د ځوانانو د لاسرسي او په ښوونځیو کې د شطرنج د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.

 

پاکستان او ترکمنستان دواړه سږ کال د اسیا د شطرنج د ودې په یو ګډ پروګرام کې هم شامل دي. د دې پروګرام هدف د ملي شطرنج ادارو پیاوړي کول، د روزونکو د معیار لوړول، د روزنیزو کیمپونو جوړول او ځوانو لوبغاړو ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون فرصتونه برابرول دي.

 

په عشق‌ اباد کې د اګست پر ۱۹مه او ۲۰مه د ماشومانو نړیوالې شطرنج سیالۍ هم وشوې، چې د اته، لسو او دولسو کلونو څخه د کم عمر لوبغاړو لپاره جوړې شوې وې. په دې پروګرام کې د پاکستان د شطرنج استازو ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو استازو، لوبغاړو او روزونکو هم ګډون کړی و.

 

د سیالیو ترڅنګ د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د شطرنج د ودې لپاره د روزونکو، ښوونکو او د شطرنج د پروګرامونو د منتظمینو غونډې هم شوې دي، چې پکې د روزنې، تجربو د شریکولو او په ښوونځیو کې د شطرنج د پروګرامونو د پراخولو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.