راولپنډۍ : د پاکستان هاکۍ فیډریشن د ځوانانو ترمنځ د هاکۍ د ودې او د نوو لوبغاړو د پیدا کولو لپاره د سکولونو په کچه نوی پروګرام پېل کړی دی او د راولپنډۍ ۱۴۵ سکولونو ته یې د هاکۍ کټونه او اړوند سامان ورکړی دی.
فیډریشن د اګست په ۲۱مه، ویلي دي چې د دې پروګرام موخه دا ده چې هاکي بېرته په سکولونو کې فعاله شي، د کم عمره هلکانو او نجونو لوبډلې جوړې شي او له سکولونو، تحصیلونو او ضلعو څخه بااستعداده لوبغاړي پیدا شي.
د پاکستان هاکۍ فیډریشن وايي، چې دا پروګرام یوازې تر راولپنډۍ محدود نه دی، بلکې د هېواد په ۶۲ ضلعو کې ۸۸۱ سکولونه د سکول هاکۍ پروګرام لپاره منظور شوي دي. په دغو کې ۸۰۲ سرکاري او ۷۹ شخصي سکولونه شامل دي.
د فیډریشن د معلوماتو له مخې، په پنجاب کې ۶۲۰، په سند کې ۱۴۳ او په خیبر پښتونخوا کې ۱۰۶ سکولونه په دې پروګرام کې شامل شوي دي. په پروګرام کې شامل سکولونه به د ۱۵ کلونو څخه د کم عمر هلکانو او نجونو لوبډلې جوړوي، لوبغاړو ته به روزنه ورکول کېږي او د سکولونو، تحصیلونو او ضلعو ترمنځ به منظمې سیالۍ ترسره کېږي.
فیډریشن وايي، چې هڅه یې دا ده چې له همدې لارې بااستعداده لوبغاړي پیدا او وروزل شي، څو وروسته صوبايي، جونییر او ملي لوبډلو ته لار ومومي. د پاکستان هاکۍ فیډریشن د نومبر له ۱۲مې تر ۲۲مې د ۱۵ کلونو څخه د کم عمر هلکانو او نجونو د ملي هاکۍ چیمپین شپ د جوړولو پلان هم اعلان کړی دی.
د فیډریشن په خبره، د سکولونو له کچې د هاکۍ بیا فعالول د پاکستان د ملي لوبې د ودې د پراخ پروګرام برخه ده، چې له لارې یې ځوانانو ته د لوبې موقعې زیاتې او راتلونکي لپاره نوي لوبغاړي پیدا شي.


شال نیوز