کابل : د افغانستان د نامتو هنرمند او کامیډین ،عبدالاحمد خاکسار، د مړینې په درېیم تلین ،د اګست ۲۱مه، د نوموړي یادونه بیا تازه کړ. خاکسار د ۲۰۲۳م کال ،د اګست پر ۲۱مه، په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی و.
عبدالاحمد خاکسار د خپل څه باندې څلور لسیز هنري ژوند په اوږدو کې په تیاتر، سینما او ټلویزیون کې ګڼ رولونه لوبولي وو، خو د «میراک» کرکټر هغه ته ځانګړی شهرت ورکړ. د دغه کرکټر له مشهورېدو وروسته ډېرو افغانانو خاکسار د «میراک» په نوم پېژانده.
خاکسار خپل هنري کار په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د کندز له تیاتر څخه پېل کړ او وروسته کابل ته ولاړ. د هغه له لومړنیو مشهورو ټلویزیوني کارونو څخه «بلي او نخیر» و، چې په ۱۳۶۱ کال کې له ملي ټلویزیون څخه خپور شوی و.
هغه د هنر تر څنګ د کابل په عبدالهادي داوي لېسه کې هم له څلورو لسیزو ډېر د ښوونکي په توګه کار کړی و. خاکسار په ګڼو فلمونو، ډرامو او سټېج پروګرامونو کې رولونه لوبولي او تر وروستیو کلونو یې خپل هنري فعالیت ته دوام ورکړی و.
د هغه له مړینې درې کاله وروسته هم «میراک» او نور طنزي کرکټرونه د افغان ټلویزیوني او ټولنیز طنز د یوې پېژندل شوې دورې د یادګارونو په توګه د خلکو په حافظه کي پاتې دي.


شال نیوز