مومند : پولیس وايي، چې د مومندو ضلعې د بایزو تحصیل د شندره په سرحدي سیمه کې ،د اګست په ۲۰مه، له افغانستان سره د پولې هغې غاړې څخه د درنو وسلو پرله پسې ډزې شوې دي چې په سیمه کې یې د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې ده.
د مومندو پولیسو یو افسر ډان ورځپاڼې ته د ډزو پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې امنیتي ادارې وضعیت څاري. تر اوسه په رسمي توګه نه ده څرګنده شوې چې ډزې چا پېل کړې، د ډزو علت څه و او ایا مقابل لوري هم ځوابي ډزې کړې دي که نه.
چارواکو د کومې مرګ ژوبلې یا مالي زیان راپور هم نه دی ورکړی.


شال نیوز