صوفیه : د بلغاریا سرحدي پولیسو د دغه هېواد په سوېل ختیځه مالکو ترنوو سیمه کې له یوه واړه بس څخه ۳۵ بې اسناده کسان نیولي دي چې ځانونه یې د افغانستان وګړي معرفي کړي دي.
د بلغاریا دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي دي، چې پېښه د اګست پر ۱۸مه شوې وه، خو رسمي جزییات یې د اګست پر ۲۰مه خپاره شول. د مالکو ترنوو سرحدي پولیسو د پلټنې پر مهال په موټر کې ۳۵ نارینه وموندل چې د هویت اسناد ورسره نه وو. چارواکي وايي، چې ټولو نیول شویو کسانو ځانونه افغانان بللي دي.
پولیسو د موټر ۲۲ کلن ډرېور هم نیولی دی. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په وینا، ډرېور د شمالي مقدونیې وګړی دی. د نیول شویو کسانو د سفر د لارې او دا چې بلغاریا ته له کوم ځایه داخل شوي وو، په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
د بلغاریا چارواکي وايي، چې د غیرقانوني کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې په وروستیو میاشتو کې سرحدي عملیات پراخ کړي دي. د بلغاریا د سرحدي پولیسو د نویو مقرراتو له مخې، بې اسناده کډوال تر اوو ورځو پورې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېدی شي او وروسته د کډوالو د استوګنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.


شال نیوز