پېښور : د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، ویلي دي، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د ۴۹ وسله والو وژل کېدل د ځواکونو یوه مهمه کامیابي ده.

د فیصل کریم کونډي ،د اګست په ۲۱مه، ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د بنو، شمالي وزیرستان، اورکزو او خیبر، او په بلوچستان کې د مستونګ، مچ، خضدار او پنجګور په سیمو کې د وسله والو پر ضد ترسره شوي عملیات د ستاینې وړ دي.

 

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات کړي دي او د وسله والو پلانونه یې شنډ کړي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې د عملیاتو پر مهال د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو موادو نیول کېدل د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیا څرګندونه کوي.

 

ګورنر ویلي دي، چې د وسله والو فعالیتونو د بشپړ ختمولو لپاره ولس د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی او هغه کسان چې د هېواد امن او ثبات ته زیان رسوي، ماتې به وخوري.

 

فیصل کریم کونډي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په هېواد کې د وسله والو فعالیتونو د ختمولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او ولس پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړي.