کابل : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما، ویلي دي چې طالبانو د ملګرو ملتونو هغه دوه افغان کارکوونکي خوشي کړي دي چې ،د اګست پر ۹مه، په هرات کې نیول شوي وو.
یوناما ویلي دي، چې دواړه کارکوونکي له خوشي کېدو وروسته روغ دي او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي دي، چې تر اوسه ورته په رسمي توګه نه دي ویل شوي چې دغه دوه کارکوونکي ولې نیول شوي وو او د هغوي پر ضد کوم تور لګېدلی و.
د ملګرو ملتونو ویاند ،د اګست پر ۲۰مه، د دواړو کارکوونکو خوشي کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د دوي د معلوماتو له مخې، د هغوي قضیه پای ته رسېدلې او نور له کومې قانوني ستونزې سره مخ نه دي.
تر اوسه طالب چارواکو د دغو کارکوونکو د نیولو د علت او د خوشي کولو د پرېکړې په اړه تفصیلي وضاحت نه دی ورکړی. د نیولو اصلي علت لا هم روښانه نه دی، خو ملګرو ملتونو د دواړو کارکوونکو خوشي کېدل تایید کړي دي.


شال نیوز