صوابۍ : د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په تورډهېر سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، چې پېښه نن ،د اګست پر ۲۱مه، د تورډهېر په مرکزي سړک د واپډا دفتر مخې ته هغه مهال رامنځته شوې چې یو رکشې له ډمپر سره ټکر وګړ.

د ځایي سرچینو له مخې، د پېښې په پایله کې د مانکي کلي څلور اوسېدونکي، غفران، سردار حسین، نور حسین او عقیل احمد، په ځای مړه شوي دي. د پېښې په ترڅ کې د ډمپر چلوونکی وحید، دانیال او شاه فیصل هم ټپیان شوي دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې له امله د ځاني زیان ترڅنګ دواړو موټرو ته هم زیان اوښتی دی. چارواکي وایي چې د بېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.