مکین : د خیبر پښتونخوا په بر سویلي وزیرستان او ټانک کې نن ،د اګست په ۲۱مه، د سهار له ۶ بجو څخه ګرځبندیز لګېدلی دی چې د ماښام تر ۷ بجو پورې به دوام وکړي.

د چارواکو له مخې ټانک کې د جنډولې سب ډویژن په حدودو کې د ګرځبندیز پر مهال د خلکو پر هر ډول تګ راتګ بندیز دی او جنډولې بازار هم تړلی دی.

همداراز د بر سویلي وزیرستان په سرویکۍ او سراروغه تحصیلونو کې هم ګرځبندېز نافذه دی او ټول بازارونه او مارکیټونه تړلي پاتې دي.

د چارواکو په وینا، د ټانک په جنډوله کې د کوړ کلا، خرګۍ او جنډولې له لارې د بر سویلي وزیرستان تر پولې پورې، چې جنډوله بازار هم پکې شامل دی، تګ راتګ منع دی.

بل لوري ته د ډبرې، کوړ کلا، ګرداوي، ګومل زام ډیم او ګلګۍ کوټ له لارې د کوز سویلي وزیرستان تر پولې پورې سیمه کې هم د داخلېدو اجازه نشته.

 

بر سویلي وزیرستان کې له لدها، مکین، تبۍ سر، بي بي رغزۍ، سراروغه، کوټکۍ او سپینکۍ رغزۍ څخه تر نظرخېلو پورې، همداراز د درګۍ پل، مدی جان، شین ورسک، مولا خان سرای او چګملۍ څخه تر جنډولې پورې پر تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. د سرویکۍ، مولا خان سرای او بروند ترمنځ لار هم د بندیز په سیمو کې شامله ده.

چارواکو ویلي دي، چې په یادو سیمو کې یوازې د بېړني حالت پر مهال د پولیسو یا امنیتي ځواکونو له اجازې وروسته د تګ راتګ اجازه شته. د سفر پر مهال به شناختي کارډ او اړین اسناد وړاندې کول ضروري وي.

همداراز خلکو ته لارښوونه شوې ده چې د امنیتي ځواکونو له لیدلو سره سم خپل موټر شاوخوا ۵۰ متره وړاندې ودروي او ټول سپاره کسان له موټر څخه ښکته شي. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د بندیزونو د سرغړونې مسوولیت به د اړوند کس پر غاړه وي.