نوښار : د نوښار د پولیسو ضلعي مشرې سونیا شمروز ویلي دي، چې په ټولنه کې د امن ټینګښت، د قانون حاکمیت او خلکو ته د حقایقو رسولو په برخه کې د پولیسو او رسنیو رول ډېر مهم دی.

نوموړې ویلي دي، چې رسنۍ باید د پولیسو په لیکو کې د هغو کسانو په اړه هم معلومات ورکړي چې له خپلو دندو سرغړونه کوي. د هغې په وینا، د دندو د غفلت او د خلکو د شکایتونو له امله د ګڼو پولیسو سرتېرو پر ضد سختې محکميي کارروایۍ روانې دي.

سونیا شمروز دا څرګندونې ،د اګست په ۲۰مه، د نوښار په پولیس لاین کې د الیکټرانیک مېډیا ایسوسیېشن د پلاوي سره د غیر رسمي لیدنې پر مهال کړې دي.

د نوښار د پولیسو ضلعي مشرې وویل، چې رسنۍ د ټولنې د سمې لارښوونې او د ملي یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري او پولیس او رسنۍ له یو بل سره نږدې اړیکې لري. هغې د الیکټرانیک مېډیا ایسوسیېشن د پلاوي مننه وکړه او د پولیسو او رسنیو ترمنځ د اختلافاتو د ختمېدو هرکلی یې وکړ.

د پلاوي مشري د الیکټرانیک مېډیا ایسوسیېشن د نوښار مشر سید ندیم شاه ټیپو مشواني کوله. په پلاوي کې حاجي قسیم شاه، ضیاءالدین، محمد ناصر خان، پیر تاج میرشاه، باچا خان، افتخان خان، روح الامین، اصف خان زیرک، عدنان چودھري او امین باغي هم شامل وو.